کورپاڼه / تجارتي ليګونه / هند د پاکستان د (کشمیر پریمئیر لیګ) نه بهرني لوبغاړي راوګرځول
کشمیر پریمئیر لیګ

هند د پاکستان د (کشمیر پریمئیر لیګ) نه بهرني لوبغاړي راوګرځول

پاکستان په کشمیر کې د کشمیر پریمئیر لیګ په نوم سیالۍ پیلوي، چې په دغه سیالیو کې د پاکستان د ملي او کورنیو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر بهرني لوبغاړي هم اخیستل شوي و، خو اوس بهرني لوبغاړي په دغه سیالیو کې ګډون نه کوي.

د راپورونو په وېنا، د اګلستان کرکټ بورډ او د سویلي افریقا کرکټ بورډ تر راتلونکي امر پورې خپل لوبغاړي په کشمیر پریمئیر لیګ کې د لوبېدو څخه منع کړي دي.

بلخوا د کشمیر پریمئیر لیګ مشر عارف ملک وايي، چې دا کار د هند دی او د هند کرکټ بورډ د یادو هېوادونو کرکټ بورډونو ته ویلي دي، چې لوبغاړي د کشمیر پریمئیر لیګ ته ورپرې نه ږدي.

نوموړی زیاتوي، چې هند دغه لوبغاړو ته اخطار ورکړی دی، که چېرته په کشمیر پریمئیر لیګ کې یې برخه واخیسته، نو دوی به هند ته په ورتګ باندې پرې بندېز ولګوي.

د یادولو وړ ده چې د کشمیر پریمئیر لیګ د اګست په ۶مه نېټه پیلېږي او اوس د لوبډلو مسوولین وايي، چې د بهرنیو لوبغاړو پر ځای به هم کورني لوبغاړي واخلي. د بهرنیو لوبغاړو د نه ګډون له امله به د کشمیر پریمئیر لیګ رنګ ډېر پیکه شي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …