کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عصمت قانع: هماغه طالبان دي، خو پاکستان کې دهشت ګردان او افغانستان کې د شریعت غازیان
عصمت قانع

عصمت قانع: هماغه طالبان دي، خو پاکستان کې دهشت ګردان او افغانستان کې د شریعت غازیان

مشهور لیکوال او سیاسي شنونکي عصمت قانع په خپل یو وروستي ټویټ کې د طالبانو په اړه خبرې کړې دي، همدا راز د افغانستان او پاکستان د حکومتونو په اړه هم غږېدلی دی.

هغه په خپل ټویټ کې لیکي: ((هماغه طالبان دي، هماغسې ږیرې لري، هماغسې تورې لونګۍ تړي، هماغسې اعتقادات لري، خو په پاکستان کې دهشت ګردان دي او په افغانستان کې د شریعت غازیان.))

په پاکستان کې هم طالبان شته، چې هغوی د پاکستان پر ضد مبارزه کوي، خو پاکستان دغه طالبان، د عصمت قانع په خبره، دهشت ګردان ګڼي او له منځه یې وړي.

عصمت قانع په خپل ټویټ کې مخکې لیکي: ((به داسې حال کې چې د پاکستان حکومتونه له ۷۴ کالو راهیسې امریکا جوړوي خو په افغانستان کې یې دا شل کاله کېږي جوړوي، دا ځل به دواړه غرقېږو.))


د یادولو وړ ده چې عصمت قانع تل په طالبانو او پاکستان سختې نیوکې کوي، هغه په ټویټر او فېسبوک کې ډېر فعال دي او ټویټونه او پوسټونه یې هم ډېر لاس په لاس کېږي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …