کورپاڼه / خبرونه / شاهد اپریدی د هند کرکټ بورډ ته په غصه دی
شاهد اپريدى

شاهد اپریدی د هند کرکټ بورډ ته په غصه دی

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان او لوبغاړی شاهد اپریدی د هند کرکټ بورډ ته له دې امله غصه دی، چې ولې یې د کشمیر پریمئیر لیګ ته د نورو هېوادونو بهرني لوبغاړي نه دي ورپرېښي.

شاهد اپریدي په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې د هند کرکټ بورډ یو ځل بیا په کرکټ کې سیاست رامخې ته کوي. هغه وايي، چې کی پي ایل (کشمیر پریمئیر لیګ) د پاکستان، کشمیر او د نړۍ د کرکټ مینه والو لیګ دی.

هغه هیله څرګنده کړې ده، چې په کشمیر کې به یو ستر لیګ ترسره کړي، چې ټوله نړۍ به یې وګوري، هغه وايي چې د هند دا ډول کارونه د دوی مخه نه شي نیولی.

د یادولو وړ ده، چې د کشمیر پریمئیر لیګ چې د پاکستان په کشمیر کې ترسره کېږي، یو شمېر بهرني لوبغاړي هم پکې اخیستل شوي و، خو د هند کرکټ بورډ یې مخه نیولې ده او ورته یې ویلي دي، که کشمیر ته لاړ شي، نو هند ته په ورتګ به یې بندېز ولګول شي.

که یو خواته پاکستان په دې باندې سخت غصه شوی دی، خو بلخوا ويل کېږي، چې د بهرنیانو لوبغاړو د نه ګډون له امله به د کشمیر پریمئیر لیګ هم یو ځايي لیګ وي او رنګ به یې پیکه وي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …