کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د افغانستان او هند په تجارت کې ۲۱.۹۶ فیصده زیاتوالی راغلی
فرید ماموندزی

د افغانستان او هند په تجارت کې ۲۱.۹۶ فیصده زیاتوالی راغلی

په هند کې د افغانستان سفیر وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کال په تېرو پنځه میاشتو کې د تجارت په برخه کې ۲۱.۹۶ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په هند کې افغان سفیر فرید ماموندزي په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې معلومات خپاره کړي دي او لیکي: ((خوښ یم چې دا مهم خبر له تاسو وطنوالو سره شریکوم، د روان ۲۰۲۱ کال په تېرو پنځو میاشتو کې د افغانستان او هند په تجارت کې ۲۱.۹۶ فیصده ریاتوب راغلی.))

فرید ماموندزی زیاتوی: ((زه د خپلو ټولو همکارانو په ملتیا خپلو پانګوالو وروڼو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوم. زموږ داخلي محصولات د هند په مارکېټ کې خورا زیات محبوبیت لري.))

نوموړی همدا راز مخکې لیکي: ((زه پوهیږم چې زموږ ګران وطن په یوه سلسله ستونزو کې دئ، خو په دې ستونزمن حالت کې د خوښۍ زیري هم شته. دا تجارتي وده دې ټولو وطنوالو ته مبارک وي.))

د یادولو وړ ده چې مخکې افغانستان تر ټولو زیات تجارت له پاکستان سره کولو، خو د پاکستان د لاسوهنو له امله دغه تجارت ډېر زیات راټیټ شوی دی.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …