کورپاڼه / سياست او روانې چارې / جو بایډن د افغانانو لپاره نورې ۸ زره ځانګړې وېزې منظورې کړې
جو بایډن

جو بایډن د افغانانو لپاره نورې ۸ زره ځانګړې وېزې منظورې کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن د هغه افغانانو لپاره، چې د امریکا له پوځ سره په افغانستان کې همکاران پاتې شوي و، نورې ۸ زره ځانګړې وېزې هم منظورې کړې.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، ولسمشر جو بایډن په یو تازه فرمان کې ۸ زره ځانګړې وېزې د افغانانو لپاره منظورې کړې دي او د دې تر څنګ یې دغه افغانانو ته د ژوند د لومړنیو اسانتیاو د برابرولو لپاره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرسته هم منظوره کړې ده.

جو بایډن ویلي دي، چې د امریکايي پوځ دغه افغان همکارانو په سختو شرایطو کې ځان له خطر سره مخ کړی او د دوی له پوځ سره یې همکاري کړې ده.

نوموړی زیاتوي، چې دوی د خپلو افغان همکارانو د ژوند خوندیتابه ته ژمن دي او په دې برخه کې به دوی خپله پوره همکاري کوي او له هېڅ همکارۍ څخه به هم درېغ نه کوي.

بلخوا د امریکا ځینو سناتورانو دا هم ویلي دي، چې دوی په دې هڅه کې دي چې لا ډېرې وېزې ترلاسه کړي او هغه افغانان چې له خطر سره مخ دي، هغوی له افغانستان څخه وباسي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …