کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / پلار د خپل فلج زوی د ګرځېدو لپاره روباټیکې جامې جوړې کړې
روباټیکې جامې

پلار د خپل فلج زوی د ګرځېدو لپاره روباټیکې جامې جوړې کړې

یو پلار د خپل زوی سره د مینې په خاطر د هغه لپاره داسې څه وکړل، چې ښايي په راتلونکي کې په نړۍ کې د ډېرو خلکو په درد وخوړل شي.

دغه پلار یو فرانسوی روباټیک انجنیر دی، چې جین لویس کونستانزه نومېږي او د خپل ۱۶ کلن زوی لپاره یې داسې روباټیکې جامې جوړې کړې دي چې هغه یې په مرسته ګرځېدی شي.

د هغه زوی اوسکار کونستانزه فلج دی او له دې مخکې به یوازې په ویلچیر یا ګرځنده څوکۍ ګرځېده. خو اوس د هغه لپاره خپل پلار داسې جامې جوړې کړې دي، چې ورته ووایي ((روباټه ودرېږه)) نو دا جامې فعاله شي او بیا ورو ورو ګامونه اخلي.

جین لویس کونستانزه د هغې کمپنۍ مرستیال بنسټګر دی چې دا ډول جامې جوړوي. دا روباټیکې جامې له کاروونکو سره مرسته کوي چې د ورځې څو ساعته وګرځي.

د دغه فرانسوي ساینسپوه دا نوښت اوس د یو شمېر هېوادونو روغتونونو کې کارول کېږي، خو لا په ورځني ژوند کې د کارېدو لپاره د عام لاسرسي وړ نه دی.

دا هم ولولئ

څه ډول د ځمکې له مخې د ډیناسور نسل ختم شو؟

ساینسپوهان په دې نظر دي چې له نن څخه شپېته میلونه کاله وړاندې کله چې …