کورپاڼه / بېلا بېل / هغه لارښوونې چې ښځې د نارینه وو په نظر زړه راښکونې کوي

هغه لارښوونې چې ښځې د نارینه وو په نظر زړه راښکونې کوي

هغه کارپوهه، چې د شتمنو خلکو اړیکې برابروي، ښځو ته ځینې داسې لارښوونې کړي چې د نارینه وو په نظر کې یې زړه راښکونکې کوي.

د ډیلي سټار د راپور له مخې ویل کېږي چې دغه کارپوهه اینابی نومېږي او پخپل یوټیوب چینل (School of Affluence) وخت ناوخت په دې موضوع ویډیوګانې پورته کوي.

هغې پخپله وروستۍ ویډیو کې ویلي دي چې ځینې داسې لارې چارې شته، چې په عملي کولو سره یې ښځې د نارینه وو په نظر زړه راښکونې کېږي او لومړنۍ طریقه داده چې کله هم په هوټل کې یوځای ډوډۍ خورئ نو ښځې باید له بیل ورکولو انکار وکړي.

هغه زیاتوي کله چې تاسې د هوټل ټول یا نیم بیل ورکوئ یا یې د ورکولو هڅه کوئ نو دا پر نارینه وو منفي اغېزې کوي او ستاسو تشخص د هغوی په ذهن کې پنځوس سلنه کېږي، نو ښځې باید په دې وخت کې چوپ پاتې شي او نارینه دې بیل ورکړي.

دغه راز ښځې باید هره ورځ تازه مېوې واخلي، له ځانه دې مصنوعي انجلۍ نه جوړوي او خپلې موخې دې لوړې وساتي، باید ورزش ترسره کړي او هر وخت دې له هغوی سره لره بره نه کېږي نو که چېرته په پورته لارښونو عمل وشي نو ښځې به د نارینه په نظر کې زړه راښکونې شي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …