کورپاڼه / خبرونه / شاهنواز دهاني: که ساره ټیلر راته د واده وړاندیز وکړي، بالکل یې منم
شاهنواز دهاني او ساره ټیلر

شاهنواز دهاني: که ساره ټیلر راته د واده وړاندیز وکړي، بالکل یې منم

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې یو نوی توپ اچونکی د شاهنواز دهاني په نوم راڅرګند شو، چې نه یوازې د پاکستانیانو، بلکې د کرکټ د نورې نړۍ پام یې هم خپل کړ.

شاهنواز دهاني په پاکستان سوپر لیګ کې تر ټولو ښه ځلېدونکی لوبغاړی و او له همدې امله د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته هم غوره شو، چې له ډېرې غریبې کورنۍ راغلی دا ځوان اوس په ټول پاکستان کې بلها مینه وال لري.

اوس په ټولنیزو رسنیو کې د شاهنواز دهاني د مرکې یو کوچنی کلیپ خپرېږي، چې د انګلستان د ښایستوکې کرکټرې ساره ټېلر په اړه پکې غږېدلی دی.

مرکه کوونکی له شاهنواز دهاني څخه پوښتنه کوي، چې که چېرته ورته د انګلستان ښځینه کرکټره ساره ټیلر د واده وړاندیز وکړي، نو د هغه ځواب به څه وي؟ نو شاهنواز دهاني ورته وايي، چې واده ورسره کوم.

د یادولو وړ ده چې ۳۲ کلنه ساره ټیلر د انګلستان مشهوره او ښایسته کرکټره ده، چې نه یوازې په نړیوالو سیالیو کې ډېره ځلېدلې ده، بلکې په کورنیو او تجارتي لیګونو کې هم مخکښه لوبغاړې ده.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …