کورپاڼه / بېلا بېل / څلور هغه ګټې چې له ناکامۍ وروسته ترلاسه کېږي

څلور هغه ګټې چې له ناکامۍ وروسته ترلاسه کېږي

هسې خو د ناکامۍ بنسټیزه ګټه داده چې تجربه راته کېږي او د بل ځل کوښښ لپاره ښه تیاری کوو، خو نن ورځ په دې لیکنه کې هغه څلور ګټې درته بیانوو چې له ناکامۍ وروسته ترلاسه کېږي.

موږ باید خپل دماغ دې ته اماده کړو چې ممکن په لومړۍ هڅه کې ناکام شو او د ناکامۍ ګټه داده چې موږ ترې زده کړه کوو او د دویم لپاره غوره هڅه کوو او بریا خوندوره کېږي او ممکن په غوره وخت کې بریالي شو.

د ناکامۍ مهمه ګټه داده چې موږ پخپلو پټو وړتیاوو پوهېږو او دا هغه ګټه ده چې له ناکامۍ وروسته یې ترلاسه کوو او په مرسته یې پخپلو وړتیاوو پوهېږو او د بیا پورته کېدلو غوره هڅه کوو.

بله ګټه یې داده چې زموږ دننه عاجزي او خاکساري پیدا کوي او هغه انا او غرور له منځه وړي چې زموږ دننه راپیدا شوی او د صبر، حوصلې، زغم او د ښو اخلاقو سبب کېږي او د بریا لارې راته هواروي.

د ناکامۍ یوه ګټه دا هم ده چې په مرسته به یې پخپلو کې پردي وپېژنو. یعنې له ناکامۍ وروسته به پخپلو اړیکو او نږدې کسانو یو ځل بیا نظر تېر کړو او هغه کسان له هغوی بېل کړو چې زموږ پښې یې وهلي وي.

دغه راز د یو نوي څه کولو وېره به زموږ له دننه څخه ختمه کړي. هغه کسان چې له ناکامۍ وروسته همت ونه بایلي او د نوي څه کولو وېره ونه لري، نو هغوی هڅه کوي چې یو څه نوي ترسره کړي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …