کورپاڼه / روغتيا / شپږ ډوله د خېټې هغه دردونه چې باید له پامه ونه غورځول شي

شپږ ډوله د خېټې هغه دردونه چې باید له پامه ونه غورځول شي

د خېټې درد یو داسې درد دی چې په عموم کې یې خلک له پامه غورځوي او هڅه کوي چې په کور کې یې درملنه ترسره کړي، خو اوسمهال په دې اړه یو ډاکتر خبرداری ورکړی دی.

د دی سن د راپور له مخې د ډاکترې ساره جرویس په حواله وایي چې د خېټې شپږ ډوله دردونه داسې وي چې باید له پامه ونه غورځول شي، ځکه چې دا د یوې خطرناکې ناروغۍ نښې، نښانې کېدلی شي او ممکن د سرطان ناروغي وي.

که چېرته د کوم شخص په خېټه کې درد وي او ترڅنګ یې د ډکو متیازو سره وینه هم راشي نو غالب امکان دی چې دغه شخص د مقصد سرطان لري. نو که چېرته په دې ډول د کوم شخص په خېټه کې تېز درد راپورته شي نو د اپنډیکس یا معدې ستونزه یې ګڼلی شو.

له دې پرته ممکن د ګردو ستونزه هم وي. که چېرته کوم شخص د خېټې له درد سره ځان ناروغ احساس کړي نو ممکن په معده کې یې سخته ستونزه وي، تریخه یې په سم ډول کار نه کوي، د قبض ناروغي هم کېدلی شي او د هضم د خرابوالي مسئله هم کېدلی شي.

که چېرته په دوامداره توګه د یو شخص په خېټه کې درد وي او وزن یې هم کمښت کوي نو غالب ګومان دادی چې دا د سرطان ناروغي کېدلی شي او که په دوامداره توګه درد وي نو مطلب یې دادی چې معده مو په سم ډول خواړه نه شي هضمولی.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …