خپلواک وېبپاڼه (٢٠ نومبر ٢٠١٩): يوه ٦٠ کلن پاکستاني يوې پاکستانۍ اداکارې ته د واده وړانديز کړى دى او ويلي يې دي، که واده ورسره وکړي نو ٥ زره تولې سره زر به ورته ورکړي.
پاکستانۍ اداکاره عليزى شاه، چې اوس مهال په (عهد وفا) سريال کې کار کوي او ويل کېږي چې دغه سريال يې ډېر خوښ شوى دى. هغه د سريالونو اداکاره ده، چې په ښايست باندې يې ډېر کسان ميين دي.
خو اوس د پاکستان د يوې سترې کورنۍ مجرد سړي چې شکيل عباسي نومېږي او ٦٠ کاله عمر يې دى، وايي چې په عليزى شاه باندې ميين شوى دى او که هغه ورسره واده وکړي، نو ٥ زره تولې سره زر به ورته ورکړي.
شکيل عباسي چې تراوسه پورې يې واده نه دى کړى، هغه وايي چې تراوسه يې کومه نجلۍ نه وه خوښه شوې، نو ځکه يې تر دې عمره پورې واده ونکړ، خو وايي چې اوس يې عليزى شاه خوښه شوې ده او غواړي چې واده ورسره وکړي.
له هغه نه چې کله دا پوښتنه وشوه، چې ستا او د عليزى شاه په عمر کې خو د ځمکې او اسمان هومره توپير دى، نو هغه ورته وويل، چې عمر هېڅ ستونزه نه ده، بس چې زړونه سره يو شي.
د شکيل عباسي دغه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوې ده، چې هغه پکې د عليزى شاه سره د واده وړانديز او غوښتنه کړې ده او هغې ته يې د ٥ زره تولې سرو زرو ورکولو خبره هم کړې ده، خو عليزى شاه تراوسه پورې په دې اړه کوم غبرګون نه دى ښکاره کړى.
ويل کېږي چې په پاکستان کې اوس مهال يو توله سره زر په ٨٦ زره پاکستانۍ کالدارو باندې دي او کله چې ٥ زره تولې سره زر وشمېرل شي، نو دا ٤٣٠ ميليونه پاکستانۍ کالدارې کېږي.