کورپاڼه / سياست او روانې چارې / امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟
امرالله صالح

امرالله صالح د افغانستان په امنیت او جګړه کې لویه کمزوري څه شی ګڼي؟

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د فېسبوک کارول د افغانستان اسلامي جمهوریت لویه کمزوري بللې ده او وايي چې د دې بې پروایۍ قیمت زړور او وفاداره ځوانان ورکوي.

امرالله صالح په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي دي: ((محرمیت او عملیاتي امنیت د جګړې له بنسټونو څخه یو دی. له بده مرغه د امنیت او جګړې په مسایلو کې د فیسبوک کارونه د افغانستان اسلامي جمهوریت په لویه کمزورۍ بدله شوې ده.))

هغه زیاتوي: ((اشخاصو ته د ټولنیزو رسنیو لاسرسی د هغوی محرمیت او عملیاتي امنیت په جدي توګه تر پوښښ لاندې راولي او ددې بې پروایۍ او سرغړونې قیمت د هیواد زړور او وفاداره ځوانان پرې کوي.))

د ولسمشر دویم مرستیال مخکې لیکي: ((ریاکاري او شهرت د فعالیتونو معنویت کموي او هغه فعالیتونه چې پرته له ریاکارۍ ترسره شي د هغه الماسو په څېر دي چې بازار موندنې ته اړتیا نه لري.))

امرالله صالح په پای کې لیکي: ((هیله ده چې تجربه لرونکې او نوي کسان به محرمیت او عملیاتي امنیت ته درناوي وکړي او مراعت به یې کړي، باید پام مو وي چې ستاسو هره خبره دوست او دښمن اورېدونکې لري.))

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …