کورپاڼه / سياست او روانې چارې / افغانستان د اوسېدو لپاره د نړۍ په کچه دویم ارزانه هېواد اعلان شو
کابل

افغانستان د اوسېدو لپاره د نړۍ په کچه دویم ارزانه هېواد اعلان شو

افغانستان د نړۍ په کچه د اوسېدو لپاره دویم ارزانه هېواد دی، د هغه هېوادونو تازه لیسټ خپور شوی دی، چې د اوسېدو لپاره ګران او ارزان هېوادونه دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، د اقتصاد په برخه کې مشهورې څېړنیزې ادارې (ګوبینکنګ ریټس) تازه لیسټ خپور کړی دی، چې د اوسېدو له لحاظه پکې پاکستان لومړی او افغانستان دویم ارزانه هېواد اعلان شوي دي.

د دغه لیسټ په انډیکس کې پاکستان د ۱۸.۵۸ نومرو سره لومړی او افغانستان د ۲۴.۵۱ نومرو سره دویم مقام لري، چې دا نومرې د مصارفو له لحاظه ورکړل شوي دي. همدا راز هند بیا ۲۵.۱۴ نومرې او شام ۲۵.۳۱ نومرې لري، چې په دریم او څلورم مقام کې قرار لري.

همدا راز هغه هېواد چې د اوسېدو لپاره تر ټولو ګران دی، هغه بیا برمودا دی، برمودا په دغه انډیکس کې ۱۴۱.۶۴ نومرې ترلاسه کړې دي او په دې توګه یې د اوسېدو لپاره د تر ټولو ګرانبیه هېواد په توګه لومړی مقام خپل کړی دی.

همدا راز سویټزلېنډ ۱۲۲.۶۷ او ناورې بیا ۱۰۴.۴۹ نومرې لري. خو د ښارونو په لړ کې بیا د امریکا د نیویارک ښار د اوسېدو لپاره تر ټولو ګرانبیه ښار دی.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …