کورپاڼه / د لوبو راپورونه / پاکستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړه

پاکستان د ویسټ انډیز لوبډلې ته په ۷ منډو ماتې ورکړه

محمد حفیظ په ۴ اورونو کې د ۶ منډو په ورکړې یو لوبغاړی وسوځاوه او ویسټ انډیز ته یې په ۷ منډو ماتې ورکړه او په لوبلړۍ کې ۱-۰ مخکې والی ترلاسه کړ.

دغه لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب د ګیانا په پرویډینس لوبغالي کې ترسره شوه. د لوبې پچه کوربه لوبډلې وګټله او پاکستان ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د ویسټ انډیز لوبډلې د ۱۵۸ منډو هدف وټاکه، چې له ډلې یې بابر اعظم ۵۱، محمد رضوان ۴۶ او شرجیل خان ۲۰ منډې وکړې. د ویسټ انډیز لخوا هولډر څلور او براوو دوه لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز د ۱۵۸ منډو په تعقیب د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې، چې له ډلې یې نیکولس پورن ۶۲ ناسوځېدلې او ایون لیویس ۳۳ منډې وکړې.

د پاکستان له لورې محمد حفیظ اقتصادي توپ اچونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې ۶ منډې ورکړې او یوه ویکټه یې ترلاسه کړه او ترڅنګ یې محمد وسیم او حسن علي بیا یوه ـ یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …