کورپاڼه / بېلا بېل / د موټي بندول مو د شخصیت په اړه رازونه وایي

د موټي بندول مو د شخصیت په اړه رازونه وایي

د انسان د ژوند بریا د هغه په لاسونو کې پټه ده، ددې خبرې مطلب د هغه د لاسونو له کرښو څخه څرګندېږي او دې ته یې مجبوروي چې شاید د هغه د قسمت حال د هغه د لاسونو په کرښو کې پټ وي.

د لاس پېژندنې کارپوهان په دې باور دي چې د عملي فکر لرونکې کسان په دې فکر دي چې په لاسونو کې د قسمت له پټوالي مراد دادی چې خواري یا محنت وکړي او په دې ډول خپل تقدیر بدل کړي. نو راځئ چې د موټي بندولو له انداز څخه د شخصیت په اړه معلومات ولولو:

هغه کسان چې په موټي بندولو سره ګوتې پورته ونیسي نو مطلب یې دادی چې دغه شخص پوره ځواکمن انسان دی او هر وخت د یو څه نوي ترسره کولو هڅه کوي. ښه کول یې د فطرت برخه وي، له بدو ځان ساتي، همدرده وي او د نورو درناوی کوي.

هغه کسان چې د موټي په بندولو سره ګوتې دننه کوي، دغه ډول کسان اصول نه مني، ژر له چاسره ملګرتیا نه کوي، که لېرې سخت مزاجه یئ خو دننه بیا د نرم طبیعت لرونکې وي، تاسې د کار کولو ښه وړتیا لرئ او په منظم ډول سره کار کوئ.

دغه راز هغه کسان چې د موټي په بندولو سره ګوتې اړخ لورې ته کوي، نو تاسو یو کار کوونکی انسان یئ، په ځان باوري یئ، د بریا په ترلاسه کولو کې یوازې پر ځان باور لري او خپلو ملګرو ته قرباني ورکوونکی وي.

دا هم ولولئ

آیا ستاسو ماشومان هم د سر له سپږو په عذاب دي؟

سپږې نه یوازې ماشومان نا آرامه کوي، بلکې پر روغتیا یې اغېزې هم کوي او …