کورپاڼه / روغتيا / سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

سهارنۍ ناشته مو تر ډېره ځوان او ځواکمن ساتي

د سهار ناشته یا سباناری د طب له لحاظه ځانګړی ارزښت لري، خو د ورځني ژوند د مصروفیتونو په سبب ډېر خلک یا ناشته نه کوي یا ګټور توکي نه استعمالوي یاهم له کور څخه بهر ناشته کوي چې دغه عادت یې روغتیا ته زیانمن تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي له ناشتې یا سباناري پرته له کوره وتل نه وي په کار، که چېرته په کور کې غوره ناشته تیاره او استعمال شي نو ټوله ورځ به مو ښه وي او له ناروغیو به خوندي پاتې شو.

د فټنس کارپوهان په دې باور دي چې زړښت که څه هم یوه طبیعي کړنه ده، خو اتیا سلنه زموږ د ژوند په طرز او غذا پورې تړاو لري. نو که چېرته په منظم ډول سره غذایي توکي استعمال کړو د زړښت نښې، نښانې به مو پرمخ نه وي.

که چېرته په سهار کې د مالنګا تخم وکارول شي نو د زړښت اغېزې به له منځه یوسي. د مالنګا تخم د پروټینو، اومیګا ۳ فیتي اسیدو لرونکې وي چې پوستکی تازه او نمجن ساتي او ترڅنګ له غلو څخه ګټه اخیستنه هم ګټوره تمامېږي.

دغه راز شین چای چې د انټي اکسایدو لرونکې وي د عمر د ډېرېدو اغېزې له منځه وړي، د پوستکي ګونځي ختموي، د معدې لپاره ګټور وي او د سترګو حلقې ختموي او د ایواکاډو مېوه هم د غوره غذایي توکو په لرلو سره انسان ځواکمن او تازه ساتي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …