کورپاڼه / سياست او روانې چارې / رویا رحماني: نه غواړم بېرته افغانستان ته لاړه شم او ژوند مې په خطر کې واچوم

رویا رحماني: نه غواړم بېرته افغانستان ته لاړه شم او ژوند مې په خطر کې واچوم

رویا رحماني، چې پخوا یې په امریکا کې د افغانستان لپاره د سفارت دنده په غاړه درلوده، ویلي چې بېرته هیواد ته ستنېدل نه غواړي او خپل ژوند په خطر کې نه شي اچولي.

رویا رحماني چې په امریکا کې د سفیرې په توګه دنده ترسره کوله، د روان کال د چنګاښ په ۲۳مه نیټه له دندې لېرې او پرځای یې عادله راز پر دنده وګومال شوه.

رویا رحماني د دندې پرمهال د سفارت د دېوال او نورو پروژو کې د میلونونو افغانیو په فساد تورنه شوې او دوسیه یې تر لویې څارنوالې پورې رسېدلې ده.

خو اوس هغه غواړي چې په امریکا کې ژوند وکړي او بېرته خپل هیواد ته ستنه نه شي، ځکه چې پر وینا یې ژوند له خطر سره مخ دی او همالته به پاتې شي.

د یادولو وړ ده چې عادله راز څو ورځې وړاندې په امریکا کې د نوې افغانې په توګه کار پیل کړ، هغې له دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازې په توګه دنده ترسره کړې ده.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …