کورپاڼه / روغتيا / د ریحان یا کشمالي بویول ذهني فشار کموي

د ریحان یا کشمالي بویول ذهني فشار کموي

د جاپان روغتیایي کارپوهان وایي چې د ریحان یا کشمالي (ببري) خوشبو بویول، دماغو ته آرام ور په برخه کوي او په دې ډول سره د ذهني فشار په کمولو کې مرستندویه تمامېږي.

د جاپان دکاګوشیما پوهنتون د څېړنې له مخې معلومه شوې او ویل شوي دي چې تاسې کولی شئ له دې دغه حیرانوونکې بوټي څخه د خوب د ګولیو پرځای ګټه پورته کړئ، دا ځکه چې منفي اغېزې هم نه لري.

نو ځکه ویل کېږي چې په ورځ کې یو یا دوه ځلې د ریحان یا کشمالي بویول طبیعت ښه کوي. روغتیایي کارپوهان وایي چې له عملیاتو وروسته له درد څخه د ناروغانو تکلیف هم په دې خوشبو سره کمېږي.

د څېړنې له مخې د ریحان مهم مرکب (لینا لول) خوشبو پر موږکانو وازمایل شوه، چې په پایله کې ډېره ګټوره هم تمامه شوه. د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې دغه خوشبو تر ډېره آرامه بخښونکې ګڼل کېږي.

کارپوهان وایي چې د ریحان د تېلو په پرتله د هغې د خوشبو بویول تر ډېره ګټور وي او په لږ وخت کې دماغ ته آرام ورکوي، نو ځکه د وېده کېدو پرمهال هم د ریحان بویول ګټور تمامېږي او نا آرامي، خپګان او ذهني فشار ختموي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …