کورپاڼه / بېلا بېل / ځنګه کولی شو چې ځان له مچانو خوندي وساتو؟

ځنګه کولی شو چې ځان له مچانو خوندي وساتو؟

د اوړي په موسم کې د ښکلو او خوندورو مېوو ترڅنګ د مچانو سیزن هم راځي یا که بل عبارت سره ووایو نو د اوړي موسم مېوې له ځان سره د مچانو ډالۍ هم راوړي. له ماشو او مچانو تقریباً هر انسان تنګ وي، ځکه چې دغه حشرې له ځان سره چټلي خوروي.

که څه هم په بازارونو او دوکانونو کې د مچانو د له منځه وړلو سپرۍ او نور دارو، درمل موندل کېږي خو نن ورځ ځینې داسې نسخې درښیو، چې په عملي کولو سره به یې له مچانو لېرې اوسئ.

لومړی: په څلور پیالو سرکه کې شل څاڅکي د ریحان یا کشمالي تېل واچوئ او ترڅنګ یې شل څاڅکي د نعناع تېل هم ور واچوئ. دغه راز دوه کاچوغې د زیتون تېل او یوه کاچوغه د لوښو وینځلو پوډر ور واچوئ او د کور پر شاوخوا یې وشیندئ.

دویم: څو دانې لونګ راواخلئ او په لېمو کې یې کېږدئ، د لونګو او لېمو خوشبو د مچانو نه خوښېږي او کوم ځای کې چې دغه ډول بوی وي نو مچان په تېښته بریالي کېږي.

دریم: د ریحان یا کشمالي خوشبو د مچانو نه خوښېږي خو انسانان یې بیا خوښوي، نو که چېرته د کور په دروازه کې د ریحانو بوټي وکرل شي او د مچانو راتګ تر ډېره کموي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …