کورپاڼه / روغتيا / په ورځني ډول باید څومره هګۍ وخوړل شي؟

په ورځني ډول باید څومره هګۍ وخوړل شي؟

هګۍ هغه خوراکي توکی چې په عام ډول یې واړه او غټ ټول په شوق سره خوري او ځینې کسان چې په سباناري کې هګۍ ونه خوري نو خپله ناشته نیمګړې ګڼي، ځکه چې د هګۍ استعمال ډېر ګټور وي.

د هګیو په اړه ډېر خلک په دې فکر کې وي چې په ورځني ډول باید څومره هګۍ وخوړل شي یا په بل عبارت هره ورځ څومره هګۍ د روغتیا لپاره ګټورې او څومره بیا زیانمنې وي؟

روغتیایي کارپوهان وایي چې یوه برابره هګۍ د  ۱۸۶ ملي ګرامه کلیسترولو لرونکې وي، چې د اړتیا وړ ۶۲ سلنه جوړوي او ددې برعکس د هګیو په سپینو کې ډېر پروټین او لږ کلیسترول موندل کېږي.

د یوې نوې څېړنې له مخې چې په دوو ډلو ترسره شوې او یوې ډلې ته یې د دریو هګیو او بلې ډلې ته یې د هګیو ترڅنګ د نور خوراک لارښوونه هم وکړه، چې په پایله کې په ټولو حالاتو کې ښه کلیسترولو ډېروالی وموند او خرابو په کچه کې ډېروالی ونه لېدل شو.

دغه راز معلومه شوه چې په دې سره په وینه کې د کیروټینایډ انټي اکسایدو کچه هم ډېره شوه، چې له مخې یې معلومېږي چې د پوره هګۍ استعمال شخص پورې تړاو لري او بالاخره وویل شول چې درې دانې هګۍ خوړل ګټور تمامېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …