کورپاڼه / روغتيا / پروټین د انسان د بدن بنسټیز اساس ګڼل کېږي

پروټین د انسان د بدن بنسټیز اساس ګڼل کېږي

کله چې سینټ جان (word becoming flesh) ولیکه نو هغه په حقیقت کې د کلاسیکي یونان له فلسفې د اخیستل شوو منطقي اصولو او ترکیب ښکارندوی و، خو ترڅنګ په ترټولو لنډ ډول وضاحت هم کړی دی.

د انسان په حجرو کې یو ډېر پخوانی او حیرانوونکی مکانیزم چې رایبوزم نومېږي او پر هغې ډي این ای هم شتون لري، پیغامونه په ډي این ای کې خوندي کېږي او بیا په پروټینو بدلېږي او د غوښې شکل خپلوي.

که چېرته پروټین ته غوښه وویل شي نو غلطه به نه وي، پروټین د غوښې د شکل او د هغې ظاهري شکل او داخلي ځانګړتیا ټاکي او ترڅنګ یې د بدن او دماغو د ټول ځواک او کمزورۍ تر شا لاس لري.

د (reductase) په نوم درمل چې په نړۍ کې ډېره پلورل کېږي او د سرطان لپاره ګټوره ده، پخپله یو ډول پروټین دي او دغه پروټین پخپله یو ډول انټي باډي ده چې په ډېر دقیق او ځانګړې طریقې سره جوړېږي.

دغه انټي باډي د سرطان حجرو هغه سیستم غیر فعالوي چې دفاعي سیستم د سرطاني حجرو څخه خوندي ساتي او په دې ډول د سرطاني حجرو د خورېدو مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

ولې په تشه ګېډه د کېلې خوړل ښه نه وي؟

  کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. …