کورپاڼه / خپلواک / پاکستان د هند لوبډله له ايمرجينګ جام بهر کړه
پاکستان او هند ايمرجينګ لوبډلې

پاکستان د هند لوبډله له ايمرجينګ جام بهر کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ نومبر ٢٠١٩): د اسيايي لوبډلو ايمرجينګ جام کې نن د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې او هند ايمرجينګ لوبډلې ترمنځ لومړۍ نيمه پايلوبه ترسره شوه، چې پاکستان لوبډلې په ٣ منډو له هندۍ لوبډلې لوبه کې بريا خپله کړه او هندۍ لوبډله يې له اسيايي ايمرجينګ جام نه بهر کړه.

د لوبې په پيل کې پچه د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٧ منډې وکړې، چې له ډلې يې عمېر يوسف ٦٦، سېف بدر ٤٧ ناسوځېدلې، حېدر علي ٤٣ او عمران رفيق ٢٨ منډې وکړې.

د هند ايمرجينګ لوبډلې له لوري شيوام ماوي، سوراب ډوبى او هريتيک شوقين ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ٢٦٨ منډو د هدف په تعقيب کې د هند ايمرجينګ لوبډلې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ياد هدف ته يې ځان رسولى و، خو په وروستيو اورونو کې پاکستاني توپ اچونکو خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه او هندۍ لوبډلې ته ورکړل شوي هدف نه يې دفاع وکړه او په لوبه کې يې بريا خپله کړه.

د هند لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٢٦٤ منډې وکړې، چې يوازې په ٣ منډو يې لوبه وبايلله. د دوى له ډلې سانوير سينګ ٧٦، بي ار شارات ٤٧، ارمان جعفر ٤٦ او چينماى سوتر ٢٨ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د پاکستان ايمرجينګ لوبډلې له لوري محمد حسنېن او سېف بدر ٢-٢، عماد بټ او عمر خان ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه سېف بدر ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې سبا به د افغانستان ايمرجينګ لوبډله د بنګله دېش ايمرجينګ لوبډلې سره دويمه نيمه پايلوبه ترسره کوي او هرې لوبډلې چې بريا خپله کړه، هغه به له پاکستانۍ لوبډلې سره نيمه پايلوبه ترسره کوي.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …