کورپاڼه / بېلا بېل / استرالیایي لوبغاړې د المپیک په سیالیو کې ریکارډ جوړ کړ

استرالیایي لوبغاړې د المپیک په سیالیو کې ریکارډ جوړ کړ

استرالیایي میرمنې پیراک ایما میکوین د توکیو په المپیک سیالیو کې د دویمې بریالۍ میرمن په توګه ریکارډ جوړ کړ.

ایما میکوین د المپیک په یوه لوبه کې اوه مډالونه ترلاسه کړل. دا په داسې حال کې ده چې له هغې وړاندې په ۱۹۵۲ کال یوې روسۍ مبرمنې ماریا، چې د جمناستیک لوبغاړې ده، اوه مډالونه ګټلي ول.

استرالیایي چې په مجموعي ډول یې د المپیک یوولس مډالونه ګټلي، په دې سره هغه د استرالیا له لورې هغه لومړنۍ میرمن او لوبغاړې شوه چې ترټولو ډېر مډالونه یې ګټلي دي.

په دې تړاو هغه وایي چې دا زما لپاره لوی ویاړ دی چې ټولو وهڅولم. بل لوري ته د المپیک په روانو لوبو کې د لامبو وهلو په برخه کې استرالیا نهه مډالونه وګټل چې په دې کې ایما میکوین څلور ګټلي دي.

هغه د المپیک په یوې لوبه کې ترټولو ډېر څلور د سرو زرو مډالونه وګټل او په دې ډول لومړنۍ لوبغاړې شوه. سربېره پر دې این تارپ او لیزل جونز بیا نهه ـ نهه مډالونه ګټلي دي.

دا هم ولولئ

په لرغوني مصر کې به جسد څه ډول مومیایي کېده؟

هسې خو په نړۍ کې داسې ډېر اشخاص شته، چې هغوی تر اوسه پورې د …