کورپاڼه / هنر او کلتور / سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

سونو سود ته په کتو ایشوریا ته څوک ور یادېږي؟

د بالیووډ فلمونو مخکښه اداکاره ایشوریا رای، چې د فلمي صنعت له ښکلو اداکارو څخه ده، سونو سود په کتو، هغې ته یو داسې شخص ور یادېږي چې هغه د هندي فلمونو مشهور شخصیت دی.

ایشوریا رای او سونو د اشوتوش ګواریکر په لارښوونه جوړ شوي فلم (جودا اکبر) کې د خور او ورور په توګه رول لوبولی او له هغې وروسته ایشوریا، سونو ته هر کال په لاس راکي تړي.

سونو سود له ټایمز اف انډیا سره په یوه مرکه کې وایي چې د (جودا اکبر) د شوټنګ پرمهال ایشوریا زما څنګ ته راغله او راته یې وویل چې ستا څېرې ته په کتو ماته امیتاب بچن رایادېږي. هغه وایي چې په یاد فلم کې د خور او ورو له رول لوبولو وروسته ایشوریا راته (ورور) وایي.

د یادولو وړ ده چې اداکار سونو سود په هند کې د کورونا وبا پرمهال له ډېرو اړمنو کسانو سره مرسته وکړه او د (مسیحا) لقب ورکړل شو، چې بیا هغه (زه مسیحا نه یم) په نوم کتاب هم ولیکه.

هغه نه یوازې له ایشوریا بلکې امیتاب بچن او ابیشک بچن سره هم په ډېرو فلمونو کې کار کړی دی. سونو سود د امیتاب بچن په اړه وایي چې هغه یو متعهد اداکار دی او د شوټنګ پرمهال ډېری وخت تمرین کوي.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …