کورپاڼه / هنر او کلتور / شلپا شیټي د خپل خاوند په سبب د میلونونو روپیو له تاوان سره مخ ده

شلپا شیټي د خپل خاوند په سبب د میلونونو روپیو له تاوان سره مخ ده

شلپا شیټي د خپل خاوند راج کندرا په سبب، چې د غېر اخلاقي فلمونو په سبب نېول شوی دی، د میلونونو روپیو له تاوان سره مخ شوې ده.

د هند د مشهورې اداکارې او نڅاګرې شلپا شیټي خاوند راج کندرا چې د غېر اخلاقو فلمونو په جوړولو او موبایل اپلیکیشن ته یې د پورته کولو په جرم نېول شوی دی، د ممبۍ پولیسو له شلپا هم پوښتنې، ګروېږنې کړي او دې قضیې له مالي تاوان سره مخ کړې ده.

د ممبۍ پولیس وایي کله چې یې د راج کندرا په کور چاپه ووهله، نو هغه د شلپا شیټي او راج کندرا ترمنځ جنجال و او شلپا خپل احساسات کنترول نه شول کړی او خاوند ته یې په چغو وویل چې موږ سره خو ډېر څه ول نو دې هر څه کولو ته څه اړتیا وه.

د هندي رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې شلپا شیټي د نڅا په یوه خپرونه کې د داورې په توګه کار کوي خو له کله چې د هغې خاوند نېول شوی، په خپرونه کې یې ګډون نه دی کړی.

راپور زیاتوي چې په همدې سبب هغې له شل میلونو څخه ډېر تاوان کړی. هغه د یوې خپرونې په بدل کې ۲.۲ میلونه روپۍ اخلي او دا آوازې هم پورته کېږي چې شاید هغه له خپرونې ویستل شي خو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویل شوي.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …