کورپاڼه / جالب / په امریکا کې د څلور ورځو کار او د درې ورځو رخصتۍ قانون

په امریکا کې د څلور ورځو کار او د درې ورځو رخصتۍ قانون

وروسته له هغې چې په جاپان او ایسلینډ کې په اوونۍ کې د څلور ورځو کار او دریو رخصتي مشهوره شوه، اوسمهال امریکا هم د یاد پلویتوب وکړ.

د راپورونو له مخې ویل کېږي چې د امریکا په کانګریس کې د کیلیفورنیا د دیموکرات ګوند غړي مارک ټکانو د یو قانون مسوده وړاندې کړه چې له مخې یې په اوونۍ کې څلور ورځې کار او درې ورځې رخصتي ورکول کېږي.

ټکانو په دې قانون کې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو پراخه تجربې شاملې کړي او ویلي یې دي چې په اوونۍ کې څلور ورځې یا ۳۲ ساعته کار د کارمندانو روغتیا غوره ساتي او له کورنۍ سره په نږدې پاتې کېدو خوشحالي احساسوي او فعالیتونه یې غوره والی مومي.

د امریکا د مزدورانو او صنعتي تنظیمونو مشر ریچارډ ټرمکا ددغه قانون ملاتړ کوي، چې د معاش په نه کولو سره د کار کولو وخت کمول نه یوازې کارمندانو ته د کار ښه چاپیریال برابروي بلکې ډېرو کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي.

خو هغه کسان چې په ورځني ډول کار کوي او پیسې ترلاسه کوي پر هغوی دغه قانون د طبیق وړ نه دی ګڼل شوی، چې په دې کې د کور کارونه او موټر چلونه شامله ده.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …