کورپاڼه / جالب / د نړۍ هغه هیواد چې اوسیدونکې یې مړي نه خښوي بلکې له ځان سره یې ساتي

د نړۍ هغه هیواد چې اوسیدونکې یې مړي نه خښوي بلکې له ځان سره یې ساتي

په اندونیزیا کې د توراجن په نوم یوه داسې قبیله هم ژوند کوي، چې د خپل دود او دستور له مخې مړي نه خښوي، بلکې جسدونه یې له ځان سره ساتي.

د یو راپور له مخې ویل کېږي چې د توراجن اوسیدونکې د خپلو نېکونو او خپلوانو له مړینې وروسته نه یوازې هغوی مومیایي کوي او له ځان سره ساتي بلکې یو (ډیډهارویسټ) په نوم یو فیسټول هم لمانځي او جسدونو ته نوې جامې او ګلونه هم اچوي.

ددې قبیلې په اړه دا هم ویل کېږي چې دوی د مړو له خښولو وړاندې هغوی ترڅو کلونو پورې له ځان سره ساتي او د فیسټول پرمهال یې له تابوتونو راباسي، لامبوي یې او بیا نوې جامې ور اغوندي او له هغې وروسته چې د مړو کوم خواړه خوښېږي هغه پخوي.

دغه فیسټول د اندونیزیا د سویلي سولاویسي په ځینو کلیو کې لمانځل کېږي. په دې قبیله کې چې کله څوک مړ شي نو د خښولو پرځای کې قرباني کوي او له جشن وروسته مړی ځان سره کورته وړي. دوی په دې باور دي چې مرګ د ژوند پای نه دی بلکې مړي هم ژوند وي.

ددې لپاره چې د مړو جسدونه خراب نه شي له بېلابېلو کیمیاوي موادو څخه ګټه اخلي. دوی هر کال د اګست په میاشت کې دغه فیسټول لمانځي او په ټوله سیمه کې یې ګرځوي.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …