کورپاڼه / جالب / د یوې مرغۍ یا الوتونکې د غلا ویډیو خلک حیران کړي

د یوې مرغۍ یا الوتونکې د غلا ویډیو خلک حیران کړي

پر ټولنیزو رسنیو کې هره ورځ ځینې داسې ویډیوګانې لاس په لاس کېږي، چې کتونکې له حیرانۍ سره مخ کوي. همدغسې یوې ویډیو له مخې یې یوه مرغۍ غلا کوي خلک حیران کړي دي.

په دې کومیډي ویډیو کې لېدل کېږي چې یوه مرغۍ یا الوتونکې په ډېر خوند سره یو دوکان ته داخلېږي او نیغه هغه ځای ته ځي، چېرته چې د چیپسو پاکټ وي او پخپله مښوکه کې یې اخلي او الوځي.

په ویډیو کې لېدل کېږي چې له دوکان څخه بهر یوه بله ملګرې د هغې په تمه وي، یعنې پیره ورته کوي او کله چې غله مرغۍ ور ورسېږي، نو د چیپسو خوراک لپاره چېرته لېرې لاړې شي.

دغه ویډیو چې پر ټویټر خپره شوې تر اوسه پورې په زرګونو څه چې په میلونونو کسانو لېدلې او د کاروونکو لخوا پرې تبصرې شوي دي، یو لیکلي چې دغه مرغۍ د مسلکي غلو په څېر ښکاري.

یو بل بیا لیکلي دي چې دغه ډول مرغۍ ډېر وخت شیان غلا کوي. دریم شخص بیا لیکلي چې موږ یوه ورځ ایسکریم خوړل چې دغه مرغۍ راغلې او له موږ څخه یې ایسکریم وتښتول.

 

دا هم ولولئ

هغه بنګله دېشۍ مېرمن چې شل کاله وړاندې یې د عملیاتو پرمهال په خېټه کې قینچیانې پاتې شوې وې

په بنګله دېش کې یوې مېرمنې شل کاله وړاندې عملیات ترسره کړي و، خو د …