کورپاڼه / جالب / ولې نن ورځ استرالیایي لوبغاړي له کوره بهر شپه تېروي؟

ولې نن ورځ استرالیایي لوبغاړي له کوره بهر شپه تېروي؟

نن ورځ د میتیو هیډن په ګډون د استرالیا کرکټ ډېر لوبغاړي له خپلو کورونو څخه بهر وېده کېږي. که څه هم دغه خبره به حیرانوونکې وي، خو په حقیقت کې ددې تر شا د هغوی نیک مقصد شتون لري.

د استرالیا د دی چیپل بنسټ تر مشرۍ لاندې هر کال د (سلیپ اوټ) یعنې له کور څخه د بهر خوب کولو یو ټرینډ لمانځل کېږي، چې موخه یې په یاد هیواد کې د بې کوره ځوانانو په تړاو د شعور بیدارول او هغوی سره مرسته کول دي.

له کور څخه بهر د خوب کولو ټرینډ هر کال د سډني په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په هغې بې شمېره اوسني او پخواني لوبغاړي د شپې تر ناوخته له کورونو لېرې په لوبغالي کې پاتې کېږي.

خو سږ کال د کورونا وایروس په سبب دوی د خپلو کورونو په تالار یاهم په انګڼ کې شپه تېروي او په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کوي. په دې اړه میتیو هیډن وایي چې سږ کال د هغه لور هم په دې ټرینډ کې برخه اخیستې ده.

د یادولو وړ ده چې دا وخت په استرالیا کې د ژمي یا سړو موسم دی او د میتسو هیډن، میچل جانسن، ایډ کوون په ګډون بې شمېره لوبغاړو د ژمي په دې سړو شپو کې له کور څخه بهر شپه تېره کړې ده.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …