کورپاڼه / سياست او روانې چارې / حامد کرزی: که طالب یې نیسي او که موږ یې نیسو، دواړه افغانان یو

حامد کرزی: که طالب یې نیسي او که موږ یې نیسو، دواړه افغانان یو

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی یو ځل بیا هغه وخت د خلکو د سختو نیوکو سره مخ شو، چې په تازه مرکه کې یې وویل، چې که ولایتونه طالبان نیسي او که حکومت، خو دواړه افغانان دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د حامد کرزي د هغه مرکې یو کلیپ لاس په لاس کېږي، چې له بي بي سي سره یې کړې ده، په دې مرکه کې هغه د طالبانو له خوا د سیمو په نیولو غږېدلی دی.

حامد کرزی وايي، چې زه د هېڅ لوري له خوا د نظامي بریدونو پلوی نه یم، که سیمې طالب نیسي او که موږ یې نیسو، دواړه افغانان یو. موږ ولې طالب ته دا ووایو چې تاسې دا ځای ونیو او یا هغوی موږ ته ووايي چې تاسې دا ځای ونیوو.

د دې ویډیو له خپرېدو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې په پخواني ولسمشر یو ځل بیا نیوکې زیاتې شوې دي او د هغه دغه ویډیو هم ډېره لاس په لاس کېږي.

په حامد کرزي همدا راز له دې امله هم نیوکې کېږي، چې تېره ورځ د افغانستان ټولو سیاستوالو له ولسمشر سره ناسته کړې وه او د ملي اردو څخه یې ملاتړ اعلان کړی و، خو په دغه غونډه کې ګلبدین حکمتیار او حامد کرزي برخه نه وه اخیستې.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …