کورپاڼه / روغتيا / پلاستیکي لوښي د کومو ناروغیو لامل کېږي؟

پلاستیکي لوښي د کومو ناروغیو لامل کېږي؟

پلاستیکي لوښي، چې په بېلابېلو رنګونو او لږ قیمت سره موندل کېږي، نن سبا ډېر استعمالېږي او خواړه پکې په آسانۍ سره ګرم ساتل کېږي. پلاستیک د ځمکې لپاره ترټولو خطرناک شی او د انسان د بدن لپاره ډېر زیانمن وي.

که چېرته په پلاستیکي لوښو کې خواړه وخوړل شي نو ددې مطلب دادی په خوړو کې پلاستیکي ذرې شاملېږي او بدن ته زیانمن تمامېږي.

له پولي مرز مادو څخه تیار شوي پلاستیک په هر ډول رنګ او شکل سره جوړېږي. لنډه دا چې پلاستیک له ډېرو کیمیاوي موادو څخه تیارېږي چې د (بسفینال ای، بي پي ای) په نوم یوه ماده پکې موندل کېږي.

د پلاستیک یو ډول هم په ناڅاپي ډول زیانمن نه وي، خو که چېرته په پرلپسې ډول استعمال شي نو د روغتیا لپاره زیانمن وي او کله چې ګرم شي نو اجزاء یې په خوړو کې یوځای کېږي او د سرطاني ناروغیو لامل کېږي.

د بسفینال ای ماده ډېره خطرناکه وي، چې په سبب یې د ډېرو ناروغیو وېره وي د بېلګې په توګه د سینې، معدې او کولمو سرطان او نور.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …