کورپاڼه / روغتيا / د نزلې، ټوخي او بلغم د درملنې لپاره تجربه شوې نسخه

د نزلې، ټوخي او بلغم د درملنې لپاره تجربه شوې نسخه

نزله، ټوخی او بلغم هغه ناروغۍ دي چې انسان په تکلیف اخته کوي او ځوروي یې، دغه راز د بویولو حس، سر دردي او په بدن کې د درد سبب هم کېږي.

کله چې یو شخص نزله شي نو د بلغم په جوړېدو سره یې دماغ او نظر کمزوری کېږي، خو که چېرته د بلغم ختمېدو لپاره لاندې تجربه شوې نسخه وکاروو، نو نه یوازې دا چې بلغم به په له جړ څخه ختم کړي، بلکې له ټوخي او سر دردي څخه به وژغورل شو.

د بلغم د درملنې لپاره په یو لوښي کې یوه پیاله اوبه واچوئ او په هغې کې بیا یوه کاچوغه توره دانه ور واچوئ او په انغري یې کېږدئ، اوس چې کله اوبه ګرمې شوې نو اور پسې کم کړئ او تر دریو دقیقو پورې پوخ کړئ.

کله چې د تورې دانې چای تیار شو، نو اور پسې بند کړئ او د تورې دانې چای په یوه پیاله کې راواخلئ او په نهاره یې له لسو تر پنځلس ورځو پورې په پرلپسې ډول وڅښئ نو نزله او بلغم به له جړ څخه ختمه شي.

د یادولو وړ ده چې د تورې دانې دغه تیار شوی چای د نارینه او ښځو لپاره د استعمال وړ وي، خو هغه چې کم عمره وي هغوی دې دغه نسخه نه کاروي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …