کورپاڼه / سياست او روانې چارې / محب: د افغان ځواکونو مورال لوړ دی، د خاورې او خلکو دفاع په مېړانه کوي
حمدالله محب

محب: د افغان ځواکونو مورال لوړ دی، د خاورې او خلکو دفاع په مېړانه کوي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، چې د افغان ځواکونو مورال لوړ دی او دوی د خپلې خاورې او خلکو مقدسه دفاع په خورا مېړانه باندې کوي.

دا خبرې نوموړي نن د هلمند د خلکو له استازو سره په یوه ناسته کې کړې دي. له هغه سره د هلمند د خلکو استازو لیدلي او د امنیت په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ((د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب نن په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو له استازیو سره وکتل.))

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((د هلمند استازیو د ملي امنیت سلاکار ته د خپل ولایت د امنیتي ستونزو په هکله هراړخیزې خبرې وکړې. ډاکټر محب ورته وویل چې حکومت هلمند ته جدي پام کوي او نور تازه ‌دمه سرتېري او وسایل به هم هلمند ته واستول شي.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((دغو ولسي استازیو د نظام او دفاعي او امنیتي سرتېریو پر ملاتړ ټینګار وکړ. د ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ چې د افغان ځواکونو مورال لوړ دی او د خپلې خاورې او خلکو مقدسه دفاع په خورا مېړانه کوي.))

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …