کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه
راشد خان

راشد خان ۳ لوبغاړي وسوځول، خو لوبډله یې بریالۍ نه شوه

راشد خان نن د انګلستان په دي هنډریډ سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړه او ۳ لوبغاړي یې وسوځول، خو خپله لوبډله یې بریالۍ نه کړه شوه او لوبه مخالفې لوبډلې د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

د (دي هنډریډ) سیالیو ۱۴مه لوبه د ټرینټ روکیټس او برمنګهم پونیکس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې په پیل کې برمنګهم پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

ټرینټ روکیټس په ټاکلو ۱۰۰ توپونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۴ منډې وکړې، چې له ډلې یې ډیویډ ملن ۵۱، الیکس هیلس ۳۸ او سمیټ پټیل ۳۱ منډې وکړې. د برمنګهم له خوا اډم میلن ۲، ټام هیلم، معین علي او بیني هاویل ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۴۵ منډو هدف د برمنګهم پونیکس لوبډلې په ۷۴ توپونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په اسانۍ سره پوره کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې په لوبه کې بریا خپله کړه.

د دوی له خوا فین الین ۴۳، ویل سمید ۳۶، معین علي ۲۶ او لیام لیوینګسټون ۲۳ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ټرینټ له خوا راشد خان ۳ او سمیت پټیل ۱ ویکټ واخیسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ویل سمید ترلاسه کړه.

نن بله لوبه د لندن سپیرټ او ساودرن بریف ترمنځ ترسره کېږي، چې محمد نبي به هم پکې ولوبېږي.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …