کورپاڼه / سياست او روانې چارې / الیګزندر: عمران خان هغه بې شرمه سړی دی، چې له لسیزو را په دې خوا طالبانو ته تبلیغات کوي
کریس الیګزندر او عمران خان

الیګزندر: عمران خان هغه بې شرمه سړی دی، چې له لسیزو را په دې خوا طالبانو ته تبلیغات کوي

په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر کریس الیګزندر یو ځل بیا د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان پر ضد سختې څرګندونې کړې دي او هغه یې بې شرمه سړی بللی دی.

کریس الیګزندر چې په ټولنیزو رسنیو کې ډېری مهال د پاکستان پر ضد او د افغانستان په حق کې ټویټونه کوي، په خپل تازه ټویټ کې یې ویلي دي: ((عمران خان هغه بې شرمه سړی دی، چې له لسیزو را په دې خوا طالبانو ته تبلیغات کوي.))

نوموړي په خپل یو ټویټ کې د عمران خان په اړه لیکلي دي، چې باید په هغه شدید بندېزونه ولګول شي او په هاګه نړیواله محکمه کې دې محاکمه شي.

د الیګزندر دا څرګندونې په داسې وخت کې دي، چې د پاکستان یو شمېر چارواکو ویلي دي، چې طالبان به په افغانستان کې د داعش ډله پرې نه ږدي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان له ولسمشر څخه نیولې، بیا لوړپوړي چارواکي او وزیران په رسنیو کې د طالبانو په ملاتړ څرګندونې کوي او د افغان حکومت پر ضد لګیا وي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …