کورپاڼه / روغتيا / هغه غذایي توکي چې د ملا درد مو اراموي

هغه غذایي توکي چې د ملا درد مو اراموي

اوسني مصروفه ژوند زموږ بدني فعالیتونو تر ډېره کم کړي دي او د ژوند ډېره برخه مو د سکرین ترمخ تېرېږي، چې دغه عادت ډېرو ناروغیو لامل هم کېږي او د ژوند د دغه ډول طرز ترټولو لومړنی اغېز د ملا د درد په شکل څرګندېږي.

ځینې هغه کسان چې متحرک ژوند لري هغوی هم ځینې وخت د ملا له درد سره مخ کېږي، ځکه چې د هغوی خورا نیمګړی یا ناقص وي. د ملا له درد څخه د ژغورنې لپاره ځینې کورنۍ نسخې او ترکیبونه شته چې عملي کول یې دغه ستونزې حلوي.

ادرک یو له هغه غذایي توکو څخه دی چې د انسان پر مجموعي روغتیا مثبتې اغېزې کوي، نو د ملا په کومه چې درد لرئ په هماغه ځای د ادرکو او تېلو پیسټ ووهئ، ترڅو جذب یې کړي. دغه راز هره ورځ سهار په نهاره له دوو تر دریو پلیو پورې هوږه وخورئ او اغېزمن ځای پر مساج کړئ، نو ستونزه به مو حل شي.

یخ یا واوره چې د هر ډول درد لپاره ګټور وي او آراموي یې، نو د یخ څو ټوټې په یوه پلاستیکي کڅوړه کې واچوئ، بیا یې په یو کوچني دست پاک کې تاو کړئ او اغېزمن ځای تر لاسو دقیقو پورې پرې مساج کړئ او په ورځ کې یو ځل ترسره کولی شئ.

دغه راز شېدې چې د ډېرو کلسیمو لرونکې وي، نه یوازې دا چې هډوکې پیاوړي کوي بلکې عضلو ته هم ځواک او طاقت ورکوي. نو هره ورځ یوه پیاله شېدې وڅښئ او د ملا درد ستونزې مو حل کړئ.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …