کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر د کوچیانو مشرانو ته: زما له لوري عام واک لرئ، ملا هیبت پېدا کړئ او د سولې جرګه ورسره وکړئ
ولسمشر غني

ولسمشر د کوچیانو مشرانو ته: زما له لوري عام واک لرئ، ملا هیبت پېدا کړئ او د سولې جرګه ورسره وکړئ

ولسمشر محمد اشرف غني د کوچیانو مشرانو ته ویلي دي، چې د هغه له خوا عام واک لري، که ملا هیبت الله ژوندی وي، نو راپېدا یې کړئ او د سولې جرګه ورسره وکړئ.

د ارګ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د کوچیانو له یو شمېر مشرانو او استازو سره په سلامخانه ماڼۍ کې لیدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((په پیل کې د کوچیانو استازو له نظام، بیرغ، د جمهوررئیس ملي برنامو او سولې پروسې څخه خپل ټینګ ملاتړ اعلان او ډاډ یې ورکړ، چې د تل په څېر د هیواد دفاع ته چمتو دي. دوی د سولې، ملي پروژو او کوچیانو ته د پاملرنې له امله د جمهوررئیس د هلو ځلو قدرداني وکړه.))

په خبرپاڼه کې زیاته شوې: ((جمهوررئیس غني هغوی ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، موږ د سولې لپاره ډېر څه وکړل، خو د جګړې، وژنو او ورانیو مسوول طالبان دي، که دوی افغانان وي، را دې شي چې د هیواد په اړه پایلې ته ورسېږو.))

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د هیواد جمهوررئیس د کوچیانو مشرانو ته په خطاب کې وویل، زما له لوري عام واک لرئ، طالبانو ته په جرګه ورشئ، ملا هیبت الله که ژوندی وي پیدا یې کړئ چې په کوم غار کې دی او د سولې جرګه ورسره وکړئ.))

د ولسمشر له قوله لیکل شوي: ((زما دنده د نظام ساتل دي، چې د نظام په چوکاټ کې سوله وشي. ما بار بار طالبانو ته ویلي چې واک به ولس ته ورکړو، ټاکنو ته به زمینه برابره کړو، هرڅوک چې ولس زما د ځایناستي په توګه انتخاب کړ، زه به واک ور وسپارم.))

د خبرپاڼې په پای کې د ولسشمر له خوا لیکل شوي: ((د دې وخت راغلی چې له ټوپک سره مخه ښه او د هیواد دابادۍ او د خلکو د هوساینې لپاره ګډ کار وشي.))

دا هم ولولئ

مریم امرخیل

مریم امرخیل: څلور میاشتې وشوې معاش مې نه دی اخیستی

مشهوره مدني فعاله او د تعلیم په برخه کې د ماشومانو لپاره کارکوونکې مریم امرخیل …