کورپاڼه / سياست او روانې چارې / د الیګزندر خبرو له پاکستانه چیغې وویستې
الیګزندر او عمران خان

د الیګزندر خبرو له پاکستانه چیغې وویستې

د کاناډا پخواني سفیر کریس الیګزندر چې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په اړه پرون کومې څرګندونې کړې وې، پاکستان یې ډېر زیات غصه کړی دی.

الیګزندر په یو ټویټ کې ویلي و، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هغه بې شرمه سړی دی، چې له لسیزو را په دې طالبانو ته تبلیغات کوي.

نوموړي همدا راز دا غوښتنه هم کړې وه چې په عمران خان باندې دې شدید بندېزونه ولګول شي او هغه دې د هاګ په نړیواله محکمه کې محاکمه شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د الیګزندر په دغه خبرو باندې ډېر غصه شوی او د هغه دا خبرې یې غندلې دي او ویلي یې دي، چې د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول ډېر مثبت دی.

د دغه وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري په ټویټر کې لیکلي دي، چې د کریس الیګزندر خبرې د عمران خان په اړه بېځایه دي او موږ به په دې اړه د کاناډا له حکومت سره په رسمي ډول خبرې وکړو، تر څو د دې مخه ونیسي.

په ټولنیزو رسنیو کې بیا ډېری افغانانو له الیګزندر څخه مننه کړې ده چې دا حقایق یې ویلي دي او پاکستان یې دې ته مجبوره کړی دی، چې سپیناوی وکړي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …