کورپاڼه / سياست او روانې چارې / مولانا فضل الرحمان: پاکستان کې د حکومت په سرپرستۍ کې فحا شي روانه ده
مولانا فضل الرحمان

مولانا فضل الرحمان: پاکستان کې د حکومت په سرپرستۍ کې فحا شي روانه ده

د پاکستان د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې په پاکستان کې د اسلام پر ضد قانون جوړونه روانه ده او په دغه هېواد کې فحا شي هم د حکومت تر چتر لاندې کېږي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د پاکستان دیموکراتیک اتحاد مشر او د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په خپلو تازه څرګندونو کې په حکومت سختې نیوکې کړې دي.

هغه د پاکستان د حکومت په اړه وايي، چې چارواکي په پټه دغه هېواد د سیکولرزم پر وړاندې روانه کړی دی، فحا شي بیا د حکومت په سرپرستۍ یا مشرۍ کې ترسره کېږي.

مولانا فضل الرحمان دا هم ویلي دي، چې چارواکي د اسلام پر ضد قوانین جوړوي، د ښځو په اړه چې کوم نوی قانون جوړ شوی دی، هغه د اسلام سره په ټکر کې دی.

د یادولو وړ ده چې مولانا فضل الرحمان بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر ضد دی او دلته د طالبانو ستر ملاتړی دی، همدا راز په خپلو غونډو کې د طالبانو د بریا لپاره دعاګانې هم کوي او ترڅنګ یې مبارکۍ هم ورکوي.

دا هم ولولئ

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده …