کورپاڼه / روغتيا / خبرداری!: راتلوونکې درې میاشتې به سخت غذایي کمښت وي

خبرداری!: راتلوونکې درې میاشتې به سخت غذایي کمښت وي

ملګرو ملتونو په راتلوونکو څو میاشتو کې د یمن او سویلي مدګاسکر په ګډون د نړۍ په ۲۴ ځایونو کې د غذایي توکو د سخت کمښت اندیښنه ښودلې ده.

د کورونا وایروس په سبب تباهي اوس هم دوام لري او همدا لامل دی چې په ټوله نړۍ کې د خلکو کارونه اغېزمن کړي او هغه کسان چې د غربت ښکار وي، هغوی نور هم غریب شوي او په دې دوران کې اوسمهال د غذا کمښت له اندیښنې ډکې ستونزې هم سر راپورته کړی.

د ملګرو ملتونو د خوراکي توکو ادارې خبرداری ورکړی چې تر راتلوونکو دریو پورې به د نړۍ په ۲۳ ځایونو کې د خوراکي توکو ډېر سخت کمښت وي.

ملګري ملتونه وایي هغه سیمې چې هلته به د غذا کمښت شدت اختیار کړي، په هغې کې سویلي مدګاسکر، یمن، سویلي سوډان او د شمالي ناجیریا په ګډون ۲۳ هیوادونه شامل دي. دوی زیاتوي چې له اګست څخه تر نومبره پورې به د خوراک کمښت خطرناک وي.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د سختې وچکالۍ په سبب به په افریقایي هیواد سویلي مدګاسکر کې د غذا د کمښت په سبب څوارلس زره کسان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …