کورپاڼه / خپلواک / د قېس لوبډلې بريا خپله، خو شهزاد، حضرت، نجيب او شاپور ناهيلي پاتې شو
قېس احمد

د قېس لوبډلې بريا خپله، خو شهزاد، حضرت، نجيب او شاپور ناهيلي پاتې شو

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ نومبر ٢٠١٩): په ټي ټين يا لس اوريزه ليګ کې نن درې لوبې ترسره کېدې، خو يوازې يوه لوبه ترسره شوه او دوه لوبې د باران له امله بې پايلې پاى ته ورسېدې.

شپاړسمه لوبه چې د مراټا عربينز او کرناټکه ټوسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېده، مراټا عربينز لومړى توپوهنه ترسره او په ١٠ اورونو کې يې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١٢٩ منډې وکړې، خو کرناټکه ټوسکرز لوبډلې توپوهنه ونکړه او لوبه بې پايلې پاى ته ورسېده. په دغه لوبه کې حضرت الله ځاځى په صفر وسوځېده او نجيب الله ځدراڼ بيا د يوې شپږيزې پر مټ ١١ منډې ترلاسه کړې. همدا راز شاپور ځدراڼ ٢ اورونه ترسره کړل او ١٦ منډې يې ورکړې خو کومه ويکټ يې ترلاسه نه کړه.

دا هم ولولئ: محمد شهزاد هيله ښکاره کړې چې ژر به ملي لوبډلې ته راشي

١٧مه لوبه د بنګله ټايګرز او ناردرن واريرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بنګله ټايګرز لومړى توپوهنه ترسره او په ټاکلو ١٠ اورونو کې يې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٢ منډې وکړې.

د ١٠٣ منډو د هدف په تعقيب کې د ناردرن واريرز لوبډلې په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٩٦ منډې وکړې او په ٦ منډو يې په لوبه کې ماته وخوړله.

قېس احمد ٢ اورونه ترسره کل چې ١٣ منډې يې ورکړې او ١ ويکټ يې هم ترلاسه کړه. د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ډيويډ ويس ته ورکړل شوه، چې ٩ منډې يې کړې وې او ٣ ويکټې يې هم ترلاسه کړې.

١٨مه لوبه کې بيا ټيم ابوظهبي او ډيکن ګليډيټرز سره مخامخ شو. ټيم ابوظهبي په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو ١١٨ منډې وکړې چې د ډيکن ګليډيټرز لوبډلې ته يې د ١١٩ منډو هدف وټاکه.

خو ډيکن ګليډيټرز په ٢.٢ اورونو کې د ١ لوبغاړي په سوځېدو ٢٥ منډې کړې وې چې په لوبه کې باران پيل شو او دغه لوبې هم بې پايلې پاى ته ورسېده. محمد شهزاد د ٢ شپږيزو او ٢ څلوريزو پر مټ په ٨ توپونو ٢٤ منډې کړې وې او دا ځل يې د يوه سترې پاڼۍ ترسره کولو ارمان همداسې پاتې شو.

Loading...

دا هم ولولئ

سريلانکايي لوبغاړي

کورونا؛ سريلانکايي کرکټ لوبغاړي سبا تمرينات پيلوي

د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي به سبا يو ځل بيا د پوره احتياطي تدابيرو …