کورپاڼه / جالب / دوبۍ یو بل لوی ویاړ هم ترلاسه کړ

دوبۍ یو بل لوی ویاړ هم ترلاسه کړ

هسې خو په دوبۍ کې ټولې ودانۍ د خپلې ښکلا او جوړښت له مخې ځانګړی مقام لري، خو موزیم یې (موزیم اف دی فیوچر) د نړۍ په څوارلسو ښکلو موزیمونو کې شامل شوی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې د دوبۍ شیخ زاید سرک ته څېرمه ښکارېدونکی بیضوي ډوله موزیم د بشپړېدو په حال کې دی، چې ډېر ژر به بشپړ شي.

دغه موزیم، چې دیرش زره مربع میتره پراخوالی لري، اوه اویا میتره لوړوالی لري، په بهرنی برخه یې په روښانه ډول عربي خطاطي هم شوې ده او دا کار یې له روبوټ څخه په تیارو شوو ۱۰۲۴ ټوټو ترسره کړی.

دغه موزیم د نندارې لپاره اوه منزله لري او په ډیزاین کې ستنه شتون لري او په لمریزه بریښنا به ورته زر میګا واټه بریښنا تیاره شي او دا به د عربي انجینرۍ مهمه نښه ثابته شي.

په دې اړه د دوبۍ فیوچر بنسټ مشر محمد القرقاوي وایي وړاندې له دې چې دغه موزیم بشپړ شي، د نړۍ په ښکلو موزیمونو کې شاملېدل د متحده عربي اماراتو لپاره د ویاړ خبره ده.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …