کورپاڼه / روغتيا / ناشته نه کول په ښځو کې د ذهني فشار لامل کېږي

ناشته نه کول په ښځو کې د ذهني فشار لامل کېږي

د نارینه وو په پرتله په ښځو کې د ذهني فشار کچه لوړه وي او روغتیایي کارپوهان وایي چې ددې یو لامل غیر صحت مند خواړه هم دي.

د یوې څېړنې له مخې، چې په نړیواله کچه ترسره شوې، ویل کېږي چې د نارینه وو په پرتله په ښځو کې د ذهني فشار ډېرېدل په هغوی کې د غیر صحت مندو خوړو د استعمال په سبب وي.

غیر روغتیایي خواړه یا بازاري خواړه، د سهار ناشته نه کول، کافین او لوړ ګلاسیمک خوراک ښځو ته د نارینه وو په پرتله ډېر زیانمن تمامېږي او په دې ډول په ذهني فشار اخته کېږي.

په څېړنه کې ویل شوي په بالغو کسانو کې ورزش او غوره ذهني روغتیا د هغوی خوراک پورې اړه لري، نو که چېرته دوی غوره غذایي توکي استعمال کړي نو ذهني روغتیا به یې ښه شي.

په دې څېړنه کې چې له دیرش کلونو څخه ډېر نارینه او ښځې څېړل شوي ول، د هغوی په خوښه یې په خوراکي توکو کې بدلون راوست او معلومه یې کړه چې غیر معیاري او ناقص خواړه د ذهني فشار لامل کېږي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …