کورپاڼه / سياست او روانې چارې / عمران خان په کشمیر کې د ټاکنو لپاره د طالبانو قوماندان نوماند کړی
عمران خان

عمران خان په کشمیر کې د ټاکنو لپاره د طالبانو قوماندان نوماند کړی

د پاکستان د واکمن ګوند (تحریک انصاف ګوند) له خوا د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د یوې ځانګړې څوکۍ لپاره د طالبانو یو پخوانی قوماندان نوماند کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په وېنا، د عمران خان له ګوند څخه د عبدالله شاه مظهر په نوم یو کس نوماند شوی دی، چې پخوا د طالبانو قوماندان پاتې شوی او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په یو ولایت کې یوه مهمه دنده هم ترسره کوله.

د عبدالله شاه مظهر په نوم دا کس د طالبانو پرته د جیش محمد او حرکت المجاهدین ډلې غړی هم پاتې شوی دی، همدا راز د هغه د ویناوو او تقریرونو له امله هغه تر ډېرو بندېزونو لاندې هم دی. نوموړی د طالبانو قوماندان پاتې شوی دی او کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، نو هغه په یو ولایت کې یوه مهمه دنده هم ترسره کوله.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې د اسمبلۍ لپاره د عالمانو یوې ځانګړې څوکۍ ته دغه سړی د عمران خان د ګوند (تحریک انصاف ګوند) څخه نوماند شوی دی.

د یادولو ده چې تېره ورځ د کاناډا پخواني سفیر کریس الیګزندر د عمران خان په اړه لیکلي و، چې هغه له ډېر وخت راهیسې د طالبانو لپاره په بې شرمۍ تبلیغات کوي، په دې کار سره د الیګزندر خبرې لا حقیقت ګرځي.

دا هم ولولئ

عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته …