امریکايي ډالر چې څو ورځې وړاندې یو څه راښکته شوي ول، پرون د یکشنبې په ورځ بېرته ۸۰ افغانیو ته رسېدلی و او نن هم (۱۱ اسد ۱۴۰۰ \ ۲ اګست ۲۰۲۱) د دوشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې په ۸۰ افغانیو دي.
همدا راز یورو په ۹۴ افغانۍ، پاونډ په ۱۱۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۸۶ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۵۷.۶۰ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۶۲.۵۰ افغانۍ دي.
د ډنمارک کرون په ۱۲.۳۰ افغانۍ، د ناروې کرون په ۸.۸۰ افغانۍ، د سویډن کرون په ۸.۹۵ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۱ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۱.۵۵ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۵۰ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۲۰۰ افغانۍ دی.
د ترکیې لېره په ۹.۷۵ افغانۍ، د چین ین په۱۱.۴۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۰۵ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۷۰۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۱۰ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۰۷۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۴۹۱ افغانۍ دي.
د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.