کورپاڼه / روغتيا / شات په دوه ډوله وي او دواړه ډوله یې حیرانوونکې ګټې لري

شات په دوه ډوله وي او دواړه ډوله یې حیرانوونکې ګټې لري

شات د انسان لپاره د الله تعالی یو ډېر لوړ بیه نعمت دی، چې بدیل یې بالکل نشته او په کایناتو کې چې څومره غذایي توکي دي، په هغې ټولو کې د شاتو درجه لوړه ده. شات په عموم کې په دوه ډوله دي یو ژېړ رنګه، شفاف، نري او ډېر خواږه شات وي چې له کوچنیو مچیو لاسته راځي او دویم ډول بادامي وي چې خوند یې توپیر لري.

شات نه یوازې دا چې زموږ د بدن داخلي نظام ته ګټور وي بلکې د پوستکي د ښکلا لپاره هم اغېزمن وي. د شاتو په استعمال سره د وینې ښه کلیسترول ډېرېږي، چې په دې ډول د زړه د ناروغیو خطر کمښت مومي.

او که چېرته د چاغښت ستونزې لرئ نو مناسب ورزش، خوړو او د ژوند طرز بدلولو ته اړتیا وي، چې د غذا په برخه کې شات هغه غذایي توکی دی چې وزن کموي او که چېرته غواړئ چې د لمر له وړانګو ځان خوندي وساتئ نو شات درته ګټور تمامېږي.

د ویښتانو د ښکلا په برخه کې هم مهم رول لوبوي، سپوروالی له منځه وړي او نمجن یې ساتي. دغه راز هغه کسان چې د شکر ستونزې لري شات یې کچه برابره ساتي او د سینې او ستوني ټولې ستونزې حلوي.

دغه راز د شاتو استعمال د خوب ستونزې هم حلوي، حساسیت ته هم ګټور وي، زخم ژر ښه کوي او هغه میندی چې ماشومانو ته شېدې ورکوي، هغوی که چېرته شات د مرهم په ډول استعمال کړي نو ماشومان به یې له میکروبونو خوندي وي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …