کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ولسمشر: افغانانو سره دښمني درنه بیه لري او طالبانو دا دښمني په پېسو اخیستې
ولسمشر غني

ولسمشر: افغانانو سره دښمني درنه بیه لري او طالبانو دا دښمني په پېسو اخیستې

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې له افغانانو سره دښمني درنه بیه لري او طالبانو دا دښمني په پېسو اخیستې ده. هغه دا خبرې نن د ملي شورا دواړو مجلسونو ګډې غونډې ته د وېنا پر مهال وکړې.

ولسمشر غني په خپله وېنا کې دا هم وویل، چې اوس د یووالي وخت دی، ټول سره متحده شئ، افغانستان له یوه بهرني تجاوز سره مخ دی.

له طالبانو سره د اوربند په اړه ولسمشر وویل، د اوربند لومړۍ تجربه موږ وکړه په اختر کې، خلکو ولیدل چې ولسمشر غیږه ورته پرانیستله، موږ په هغه درې ورځنۍ اوربند کې طالبانو ته درس ورکړ.

ولسمشر د سولې په اړه وویل، چې موږ د سولې لپاره لوی ګامونه واخیستل، خو دښمن دا زموږ کمزوري وګڼله او جنګ یې پر موږ تحمیل کړ.

ولسمشر غني همدا راز په خپله وېنا کې له ناستو خلکو څخه دا پوښتنه هم وکړه، چې ایا اجازه ورکوئ چې د اکوړه خټک مدرسه ستاسې برخلیک وټاکي؟

دا هم ولولئ

رحمت الله نبیل: حنیف اتمر او معصوم ستانکزی ټول عمر د پردیو مهرې وې

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل د بهرنیو چارو د پخواني …