کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / هغه لاس بند چې په لاس کولو سره یې د وینې فشار معلومېږي

هغه لاس بند چې په لاس کولو سره یې د وینې فشار معلومېږي

ایکټا، چې د ټیکنالوژۍ یو مشهور شرکت دی، د وینې فشار لپاره یې یوه نوې آله جوړه کړې او دغه آله د سویټزرلینډ په نوشاټیل ښار کې تیاره شوې ده. دغه آله چې یوه ساده د فټنس کړۍ یا لاس بند دی، چې د یوې نوې ټیکنالوژۍ لرونکې وي چې (پلس ویو) ورته ویل کېږي او د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته نبض اندازه کوي.

د وینې فشار هغه وخت اندازه کېږي کله چې ناروغ شخص خپل آرام کوي، که چېرته ناروغ په بدني فعالیتونو کې بوخت وي یاهم خپل مړوند ته لږ غوندې خوځښت ورکوي نو اندازه تر لنډه وخته درېږي.

په ایکټا سیستم کې یو داسې اپلیکیشن شامل دی، چې د بلیوتوت په مرسته له لاس بند سره نښلول کېږي او لاس بند د اپلیکیشن په ذریعه د وینې فشار ریکارډوي او معلوموي یې. دغه آله د روښنایۍ په ذریعه د زړه د درزا سره په رګونو کې بدلونونه هم څېړي او په لاس بند کې دننه د موجوده سینسر په مرسته یې پایلې ریکارډ کېږي.

بیا راټوله شوې ډیټا د ځیرک موبایل اپلیکیشن ته انتقالېږي، بیا هلته ډیټا کتل کېږي او له ډاکتر یا نرس سره شریکېږي او باید ووایم چې دغه آله د پنځلس کلنو ساینسي څېړنه پایله ده.

دغه آله اوسمهال په څلویښت هیوادونو کې موندل کېږي او لومړنی قیمت یې په انګلستان کې ۱۵۹ پونډه ښودل شوی و او د هغه کسانو لپاره ګټور وي چې عمرونه یې له څلویښتو تر پنځه شپېته کلونو پورې وي.

دا هم ولولئ

وټساپ به ډېر ژر د غږیزو پیغامونو لپاره یو په زړه پوری فیچر رامنځته کړي

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن د غږیزو پیغامونو د لا ښه والي لپاره پر …