کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د مشتري پر سپوږمۍ د اوبو شتون په نښه شوی دی

د مشتري پر سپوږمۍ د اوبو شتون په نښه شوی دی

د امریکا د فضایي ادارې ناسا د هیبل ټیلي سکوپ په مرسته د مشتري سیارې پر سپوږمۍ د اوبو شتون په ګوته کړی دی.

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې ویل کېږي چې دا لومړی ځل دی چې په انساني تاریخ کې ساینسپوهان راپورته کېږي او د مشتري پر ښکلې سپوږمۍ (جیني میډ) باندې د اوبو بخاراتو ته اشاره کوي.

د اوبو بخارات هغه وخت رامنځته کېږي کله چې د سپوږمۍ له سطحې واورینې جامدې زرې په ګاز بدلې شي او جیني میډ نه یوازې دا چې د مشتري بلکې د لمریز نظام ترټولو غټه سپوږمۍ ده او په هغې کې د ځمکې د سمندرونو په پرتله ډېر اوبه شتون لري، خو د تودوخې درجه یې دومره ښکته ده چې هغې اوبو جامد شکل غوره کړی دی.

ستورپوهان له تېرو شلو کلونو راهیسې د هیبل څېړنې ګوري او په جیني میډ اوبه لټوي. دوی وایي چې د یادې سپوږمۍ تودوخه بدلون کوي او د ورځې پرمهال دومره تودوخه ضرور وي چې د واورې یا کنګل شوې برخه ویلي کړي او په بخار بدله شي.

په دې ډول د اکسیجن د شتون تایید وشو او دا هم معلومه شوه چې د تودوخې په سبب اوبه په بخار بدلون مومي. په ۲۰۲۲ کال به یو نوی فضایي بېړۍ په همدې موخه جیني میډ ته واستول شي او پایلې به تایید کړي.

دا هم ولولئ

انستاګرام ددې لپاره، چې له ذهني فشار څخه وژغورل شي، په اقداماتو لاس پورې کړی

د ټولنیزو رسنیو په اړه ویل کېږي چې په استعمال سره یې ځوانان له ذهني …