کورپاڼه / روغتيا / د لاسونو رنګ او جوړښت مو د روغتیا اړوند خطرونو څخه خبروي

د لاسونو رنګ او جوړښت مو د روغتیا اړوند خطرونو څخه خبروي

د ګوتو اوږدوالی، د لاس رنګ او ځواک، دا ټول د څو ډول طبي خطرونو وړاندوینه کوي. خو آیا پوهېږئ چې زموږ د لاس څو عام شیان تر کومه حده طبي خطرونه په ګوته کوي؟

ژېړ لاس: د وینې کمښت بېلابېل ډولونه لري د بېلګې په توګه ډېره زیاته یا دایمي اینیمیا او نور. په هر حال د وینې کمښت که په هر ډول وي په نتیجه کې یې بدن وینه دومره حجرې نه لري چې ټول بدن ته اکسیجن برابر کړي، همدا سبب دی چې ددې ناروغۍ ترټولو عامه نښه د پوستکي ژېروالی دی.

په ورغوي سره داغونه: پر پوستکي د سرو داغونو ښکاره کېدل د بې شمېره ناروغیو نښې کېدلی شي، خو په عام ډول د ځیګر د ناروغیو ترټولو عامه نښه ګڼل کېږي.

ځینې هغه کسان چې د ورغوي سره داغونه لري او ترڅنګ یې د ورغوي ګرمښت هم تجربه کوي، نو هغوی دې ډاکتر ته مراجعه وکړي ځکه چې دا د ځیګر د خرابوالي نښه ګڼل کېږي.

د ګوتې شاتنی بند جام کېدل: که چېرته د ګوتې شاتنۍ برخه یا د بند برخه ډېره ژېړه وي نو دا ددې نښه ګڼل کېږي چې تاسې لوړ کلیسترول لرئ او دغه ډول ژېړوالی په لاسونو، څنګلو او ګونډو کې ښکاره کېږي.

دا هم ولولئ

آیا په رښتیا بادرنګ کولی شي چې د سترګو حلقې ختمې کړي؟

ډېر شمېر میرمنې په کورونو کې بادرنګ راخلي، هغه ټوټه-ټوټه کوي او بیا یې پر …